په پکتيا کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د واده د مراسمو پرمهال د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله يو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

مسوولینو ویلي چې دا پېښه پرون دوشنبه، د چنګاښ ۶مه د پکتیا ولایت د ګردېز ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

مسوولینو دا هم ویلي چې په تېرو دوو مياشتو کې د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٥٠ ترافيکي پېښې شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د ترافیکي پېښو راپورونه زیات شوي چې له امله یې د نارینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ترافیکي نښو ته نه‌پاملرنه او ګړندی تګ بلل شوي دي.