د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر «عبدالباقي حقاني» ویلي چې د امنيت شورا لخوا د نوموړي پر سفر د بنديزونو دوام ته ورته اقدامات د افغانستان ستونزې نه‌شي حل کولای.  

حقاني د امنيت شورا لخوا د نوموړي پر سفر د بنديزونو دوام ته په غبرګون کې نن خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د تحصيلي بنسټونو کمزوري کول د هيچا په ګټه نه دي.

د هغه په وینا، چې له هېواده بهر د دوی پر سفرونو بندیز به له افغانانو سره د مرستې پرځای د دوی ستونزې لا پسې ډېرې کړي. 

عبدالباقي حقاني ویلي چې اوس د نړۍ لخوا د فشارونو وخت نه دی، بلکې پکار ده چې مثبت تعامل وشي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست دا هم ویلي چې له هېواده د دوی سفرونه د شخصي موخې لپاره نه، بلکې د تحصیلي نهادونو د پياوړتیا په خاطر دي.  

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د غبرګولي په ۳۰مه د پوهنې وزارت د سرپرست معین «سعید احمد شهیدخېل» او د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست «عبدالباقي حقاني» پر سفرونو بندیز لګولی دی. 

د فرانسې خبري آژانس د معلوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو لخوا دا بندیز د افغان نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو په غبرګون کې لګېدلې دي.