عکس، ارشیف

د افغانستان د صرافانو ټولنې ویلي، د پکتیکا او خوست له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.

د دې ټولنې مرستیال او د کابل د شهزاده سراۍ د صرافانو د ټولنې سرپرست «حاجي دادګل حضرت زي» رسنیو ته ویلي چې په یادو پیسو کې ۸ میلیونه مرسته د کابل د شهزاده سرای صرافانو کړې ده.

د هغه په وینا چې په  دغو ۲۲ میلیون افغانیو کې ۱۴ میلیونه د افغانستان د نورو سیمو صرافانو، بهرمېشت افغان سوداګرو او محصلینو ورکړې دي.   

حضرت زي دا هم ویلي چې دا مرسته به ډېر ژر زیانمن‌شویو کورنیو ته ورسېږي.  

تېره چهارشنبه سهار وختي یوې مرګونې زلزلې د خوست او پکتیکا په یو شمېر ولسوالیو کې زرګونه کورونه ونړول او د راپورونو له مخې تر ۳ زرو زیات کسان یې مړه او ټپیان کړل.   

په دغه زلزله کې له زیانمن‌شویو کورونیو سره د نړۍ په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو بېړنۍ مرستې پیل کړې او په کوردننه هم یو شمېر خیریه‌بنسټونو او سوداګرو د بېړنیو مرستو د راټولولو لړۍ شروع کړې ده.