عکس، ارشیف

د طالبانو حکومت ته یوې نږدې سرچینې رسنیو ته ویلي چې کابل به نږدې راتلونکو ورځو کې د علماوو د یوې سترې غونډې شاهد وي.  

که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت رسمي ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پولتخنیک پوهنتون له رخصتېدو ښکاري چې دا غونډه به د «لویې جرګې» په تالار کې جوړه شي.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې د دغه پوهنتون ټول ټولګي به سر له نن یکشنبه چې د چنګاښ یا سرطان پنځمه ده، تر بلې یکشنبې چې د چنګاښ ۱۲مه ده، د یوې غونډې د جوړېدو په خاطر رخصت وي.

طالبانو ته نږدې سرچینو منلې چې غونډه به جوړېږي، خو په وینا یې چې دا به «لویه جرګه» نه، بلکې د دیني علماوو او د طالبانو د حکومت د ملاتړو کسانو یوه جلسه وي.

بلخوا پر ټولنیزو پاڼو د طالبانو ریاست الوزرا ته یو منسوب لیک لاس په لاس کېږي چې پکې ویل شوي چې دې غونډې ته داسې علما ور بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.

د دې غونډې د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي «نصیر احمد فایق» له دغه سازمانه غوښتي وو چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه یو ملي ډیالوګ جوړ کړي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

بل لور ته یو شمېر افغان شنونکو پر ټولینزو څرګندونې کړې او دا غونډه یې «لویه جرګه» نه، بلکې د طالبانو د سرپرست حکومت د ملاتړو کوچنۍ ناسته بللې ده.