عکس، ارشیف

جرمني کې د اوو سترو اقتصادي (جي-۷) هېوادونو غونډه جوړېږي چې په نړۍ کې د یو شمېر اقتصادي مسایلو ترڅنګ به پکې د روسیې خلاف متحدې جبهې هم خبرې وکړي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې چې د جي – ۷ هېوادونو د مشرانو په غونډه کې به تر ډېره پر اوکراین د روسیې د یرغل موضوع وڅېړل شي.

ویل کېږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې اقتصادي ستونزې پیدا شوي.

په ورته وخت کې د دغو اوو سترو اقتصادي هېوادونو یوې سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ښايي د مشرانو په دې غونډه کې دا ځل د روسیې د سرو زرو په وارداتو هم بندیز ولګول شي.

 تر دې غونډې وروسته په مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو مشران هم سره را ټولېږي او  پر یو شمېر نړیوالو مسایلو خبرې کوي. 

 د امریکا ولسمشر «جو بایډن» پرون (شنبه، چنګاښ ۴مه) په دې غونډه کې د ګډون په موخه جرمني ته رسېدلی او د خپل درې‌ورځني سفر پر مهال به د جرمني له لومړي وزیر «اولف شولتز» او د اوکراین له ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» سره هم وګوري.