عکس، ارشیف

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې پرون د دغه هېواد د «هرمزګان» ولایت ځینې سیمې ۵،۶ درجې زلزلې ولړزولې چې له امله یې یو تن مړ او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې پرون د دغه ولایت د «لنګه» سیمه ډېره لړزولې چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.  

په تېرو دوو اونیو کې د ایران په «هرمزګان» ولایت کې څو پرله‌پسې زلزلې شوې چې تر ټولو شدیده زلزله پکې ۵، ۶ درجې بلل شوې ده.   

ایران تېره اونۍ هغې زلزلې هم ولړزاوه چې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې تر ۳ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د هغې مرګونې زلزلې له امله په خوست او پکتیکا کې زرګونه کورونه ونړېدل او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې شاوخوا ۱۱ سوه کسان مړه شول.  

ایران او افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې زیاتې زلزلې پکې کېږي.