د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د «واګه بندر» له لارې یې افغانستان ته د مرسته‌شویو غنمه بله چوپه استولې ده.

دغه وزارت نن (یکشنبه، چنګاښ ۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان سره د مرستې په موخه یې دغه هېواد ته د ۳زره مټریک ټنو بله چوپه غنم لېږلي دي. 

هند دا هم ویلي چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي او تر دې وړاندې یې د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ ۳۳۵۰۰ مټریک ټنه غنم افغانستان ته لېږي دي.   

هند چې په وروستیو میاشتو کې یې له افغانستان سره د ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرسته اعلان کړې، تر دې وړاندې هم د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړې دي.   

دا مرستې داسې مهال کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) بار بار ویلي چې د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان دي.