
د اناتولی خبري اژانس د راپور له مخې ترکیې ۱۳۶ هغه افغان کډوال ایستلي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوي وو.
د ترکیې د پولیسو لخوا د جمعې په ورځ په خپرهشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شمیر کډوال د ترکیې د «کوجاایلی» ولایت د چنګیز توپل هوايي ډګر څخه د یوې چارټر الوتنې په واسطه افغانستان ته لېږل شوي دي.
د ترکيې پوليسو ویلي چې سبا به ۱۳۶ نور افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.
ترکیه چې د جغرافیایي موقعیت له پلوه آسیا او اروپا سره جلا کوي، د هغو مهاجرینو سره مخ ده چې غواړي د جګړې، بېوزلۍ، ناامنۍ او خراب ټولنیز وضعیت څخه وتښتي او په لویدیځ هیواد کې میشت شي.
له افغانستان، ایران، پاکستان، سوریې او نورو اسیایي هېوادونو څخه کډوال اروپا ته د رسېدو لپاره له ترکیې څخه تېرېږي او دغه هېواد په تېرو څو کلونو کې له نړیوالو سازمانونو څخه ډېرې مرستې ترلاسه کړې چې دغه لوی شمېر کډوال ومني.
د پناهغوښتونکو د قضیې په پام کې نیولو پرته د کډوالو بهر کول د کډوالۍ د نړیوال قانون له مخې د دوی له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د دې قوانینو له مخې، هېڅ هېواد نشي کولی چې پناهغوښتونکي له ځانګړو شرایطو پرته په زور له خپلې خاورې وباسي.