هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس «حافظ راشد هلمندي» رسنيو ته ويلي، چې دغه اور تېره شپه د چنګاښ په ۳مه د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحيې اړوند په عمري مارکیټ کې لګېدلی و.

هغه وايي چې اور وژونکي سهار وختي د پېښې ځاى ته رسېدلي او د لس ميليونه افغانيو په ارزښت يې د مالونو د سوځېدو مخه نیولې ده.

بلخوا په غزني کې هم د لرګیو په یوه پلورنځي کې د اور لګېدو له امله درانه مالي زیانونه اوښتي او ځایي خلکو د شپې په خالي لاسونو دغه اور مړ کړی دی.

د غزني ولایت یوې سرچینې خامه ‌پرس ته ویلي، چې د اور وژنې ډلې هغه مهال سیمې ته ور رسېدلې چې دوی پخپله اور مړ کړی و. 

همداراز تېره ورځ د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې هم د تېلو یو ټانکر سوځېدلی و.