د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري وایي چې د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې وژل شوې فلسطینۍ خبریاله «شرین ابوعاقله» اسراییلي پوځیانو په نښه کړې وه. 

د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاندې «راوینا شمداسانی» ویلي، په دې برخه کې د ټولو نویو څېړنو پر اساس دا په ډاګه شوې چې د الجزیرې تلوېزیون خبریاله د اسراییلي پوځیانو لخوا په نښه شوې وه.  

هغه د جنوا په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د دقیقو څېړنو په پایله کې د اسراییل پوځ او د فلسطین لویې څارنوالۍ د اسراییل د امنیتي ځواکونو لخوا د شرین ابوعاقلې وژنه تایید کړې ده. 

 راوینا شمداساني ویلي، هغوی باید ژر تر ژره محاکمه شي چې په دې فلسطینۍ خبریاله یې ډزې کړې او وژلې ده.

فلسطینۍ خبریاله شرین ابوعاقله، چې الجزیرې تلوېزیون ته یې کار کاوه، د روان کال د مې میاشتې پر ۱۱مه د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د خبري پوښښ پر مهال په نښه او و وژل شوه.

ویل کېږي چې شرین ابوعاقله هغه مهال د پوځیانو له خبرداري پرته په ډزو ووژل شوه.