د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د خوست زلزله‌ځپلې ولسوالۍ ته یې د حفظ‌الصحې سامانونه رسولي دي.

یونیسف ویلي د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې تر مرګونې زلزلې وروسته د اوبو له لارې د خپرېدونکې ناروغۍ وېره شته او په وینا یې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې هلته ځینې روغتیايي سامانونه لېږلي دي. 

 دغه سازمان نن (شنبه، چنګاښ ۴مه) ویلي چې په دغو روغتیايي سامانونو کې د اوبو پاکولو ګولۍ او صابونونه شامل دي.  

یونیسف دا هم ویلي چې تر مرګونې زلزلې وروسته په دغه ولایت کې د اوبو له لارې د خپرېدونکې ناروغۍ مخنیوی ضروري او باید چې پر وخت یې غمه وخوړل شي.  

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د پکتیکا ولایت په ۵۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو  «خېمې» وېشلې او ویلي یې دي چې دا ډول بېړنۍ مرستې نورې هم ور روانې دي.  

خوست او پکتیکا دوه هغه ولایتونه دي چې څو ورځې وړاندې د مرګونې زلزلې له امله یې تر درې زره زیات اوسېدونکي مړه او ټپیان شول.  

تر دې زلزلې وروسته د امریکا او چین په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو زیانمن‌شویو کورنیو ته د مرستو ډاډ ورکړی او د سیمې یو شمېر هېوادونو د مرستو لړۍ پیل کړې ده.