د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په بازارونو کې غوړیو بیې د ټیټېدو په حال کې دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی.

د وزارت په وینا چې د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د کتنې پر مهال په بازارونو کې د بیې لوړېدل او ټیټېدل د اوکراین د جګړې له امله بللي او د دوی د معلوماتو له مخې چې اوسمهال په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په نړیوال بازار کې د غوړیو د بیې ټیټېدو ته په کتو د افغانستان په بازارونو کې په ۱۶ لیټره غوړیو کې ۴ ډالره کمښت ښوول شوی دی.

له تېرو لسو میاشتو راپدېخوا د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې چې له امله یې هېوادوال سخت اندېښمن کړي دي.