عکس، ارشیف

ننګرهار کې روغتیايي مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې د دېوال د نړېدو له امله یو زده‌کوونکی مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون ویاند «ګلزاده سنګر» رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن (شنبه، د چنګاښ ۴مه) د خوږیاڼو ولسوالۍ د «پاس غونډۍ» کلي رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا چې د «احمدشاه» په نامه د دیني مدرسې یو دېوال چپه شوی او ۱۳ زده‌کوونکو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

که څه هم تر اوسه د دېوال د نړېدو اصلي علت نه دی څرګند شوی، خو ویل کېږي چې دا ډول پېښې ډېر ځله د زیاتو اورښتونو په پایله کې رامنځته کېږي.

په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دا ډول پېښو راپورونه زیات شوي.

وړمه ورځ هم د دغه ولایت په «اچین» ولسوالۍ کې د یوې کوټې د چت پرېوتو له امله ۶ کسان مړه او ټپیان شوي وو.