ځایي سرچینې وايي، نن سهار زلزلې د پکتیکا په «ګیان» ولسوالۍ کې ځینې سیمې لړزولې چې له امله یې تر دې دمه پنځه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

 د طالبانو سرپرست حکومت هم منلې چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې دویمه زلزله شوې ده.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند «احمدالله وثیق» رسنیو ته ویلي چې دا زلزله نن (جمعه، د چنګاښ ۳مه) سهار شاوخوا لس بجې په ګیان ولسوالۍ کې شوې چې په وینا یې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۵ تنه مړه او تر لسو زیات ټپیان شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په شپه هم د یاد ولایت په ګډون د خوست ځینې سیمې یوې وژونکې زلزلې ولړزولې چې له امله یې تر ۱۰۰۰ زیاتو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړ.

ویل کېږي د چهارشنبې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۵۰۰ کورونه نړېدلي او تر ۲۰۰۰ زیات هېوادوال ټپیان شوي دي.