په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، لومړي وزیر «شهباز شریف» د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا «ملا حسن اخند» سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د پنجشنبې په شپه په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو خلکو درملنه د خبرو اصلي محور و.

د پاکستان لومړي وزير د پکتيکا او خوست په وروستۍ زلزله کې د پاکستان د حکومت او خلکو په استازيتوب له ملا حسن اخند سره خپله خواخوږي ښوولې ده.

شهباز شریف ټینګار کړی چې پاکستان په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او همداراز یې په افغانستان کې د زلزله‌ځپلو لپاره د بیړنیو درملو او اکمالاتو د رسولو په برخه کې د خپل هیواد د مرستو تفصیل ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د غلام خان او انګور اډه پولې د پاکستان روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد لپاره پرانیستې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. 

شهباز شریف د پولې د موثر انتظام له لارې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د پاکستان په هڅو هم رڼا واچوله.

هغه زياته کړه چې پاکستان د سولې، پرمختګ او سوکالۍ موخو ته د رسېدو لپاره د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا ته ژمن دى.

پاکستان له ډېرې مودې راهیسې په سیمه کې د طالبانو ستر ملاتړی بلل کېده.