هندي رسنیو ویلي چې دغه هېواد پرون (پنجشنبه) کابل ته خپل دیپلوماتان بیا لېږلي دي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې چې دغه هېواد پرون (پنجشنبه) کابل ته یو تخنیکي ټیم لېږلی او په افغانستان کې یې بیا خپل دیپلوماتیک حضور پیل کړی دی. 

ویل کېږي هند دا ټیم په کابل کې خپل سفارت ته لېږلی دی.  

هند پروسږ کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته خپل دیپلوماتان له افغانستانه وویستل.

هند تېر کال کابل ته د طالبانو تر ننوتو مخکې د افغانستان له ځینو لویو ولایتونو څخه د خپلو کونسلګریو کارکوونکي هم ایستلي وو.

تر دې مخکې یوه لوړپوړي روسي چارواکي هم اعلان کړی و چې هېواد یې ښايي د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني، خو په وینا یې چې د رسمیت‌پېژندنې لپاره یې طالبانو ته خپل شرایط وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو پر بیا واکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

بلخوا د طالبانو سرپرست حکومت بیا ویلي چې د دوی د رسمیت پېژندلو په برخه کې تر ټولو ستر خنډ د امریکا متحده ایالات دي.