په خوست او پکتیکا کې له خونړۍ زلزلې وروسته، په افغانستان کې د آقاخان پراختیايي شبکې د دغو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته خپلې بشري مرستې استولې دي.

د آقاخان پرمختیايي شبکې نن پنجشنبه په ټویټ کې د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

دغې شبکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی له یوناما سره په همغږۍ د طبیعي پېښو د ټپیانو د ژغورلو او د ټپیانو د درملنې په موخه د ژغورنې ډلې لېږلې او دوی هم پر خلکو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره د ۹،۸ ټنه طبي وسایلو لېږد روان شوی.

سازمان وویل چې په دې تجهیزاتو کې 30 بیړني طبي کیټونه، 50 جراحي کیټونه او نور درمل شامل دي چې په روغتونونو کې د ټپیانو درملنه کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې چې د ټپيانو د عاجلو اړتياوو لپاره د پکتيکا ولايتي روغتون ته بېړنۍ بسته رسېدلې ده.

د طالبانو سرپرست حکومت ویلي، وړمه شپه په پکتیکا، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي چې په وروستۍ زلزله کې ۷۷۰ تنه وژل شوي او ۱۴۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ياد سازمان په وينا، په وروستۍ زلزله کې چې په يو شمېر ولايتونو کې يې زيانونه اړولي، ١٥٠٠ کورونه ويجاړ او يا زيانمن شوي دي.