باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د سرپرست حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز «فصیح الدین فطرت» د یوه لوړ پوړي پوځي پلاوي سره سرپل ولایت ته تللی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو له حکومته جلاشوی قوماندان «مولوي مهدي» بي‌بي‌سي ته ویلي چې په بلخاب کې چې دوی مېشت دي، وضعیت ښه نه دی او هر ساعت د نښتې امکان شته.

باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړ چې د طالبانو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز «فصيح الدين فطرت» د يوه لوړ پوړي پوځي پلاوي په مشرۍ سرپل ولايت ته تللی، چې له نوموړي سره د هرات د الفاروق قول اردو او د شمال د الفتح قول اردو قوماندان ملګري دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، ښاغلي فطرت ویلي چې سرپل ته يې د سفر موخه په دغه ولايت کې د امنيتي مسايلو کتنه او د طالبانو د قطعاتو څېړنه ده.

بل لور ته کورنیو رسنیو نن پنجشنبه سهار د طالبانو او مولوي مهدي د ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې د پیل خبر ورکړ چې د مولوي مهدي ځواکونو له یو ساعت نښتې وروسته شاتګ کړی و.

ځايي سرچینو هم ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت له مولوي مهدي سره د مقابلې لپاره له څو خواو څخه سیمې ته ځواکونه استولي دي.

بلخوا د مولوي مهدي کسانو رسنیو ته ادعا کړې چې تېره شپه او نن سهار يې د بلخاب په «قم کوتل» سیمه کې د سرپرست حکومت د ځواکونو دوه بريدونه په شا تمبولي او هغوی ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده. 

د سرپرست حکومت ویاندویانو د بلخاب ولسوالۍ د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې د بامیان ولایت د والي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یوه پلاوي هم سیمې ته سفر کړی او د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې شوې چې مولوي مهدي له بلخاب څخه د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.