د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» او د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتوني ګوتریش» د افغانستان له خلکو سره د زلزله‌ځپلو پر سر خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي بلینکن په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا بشري همکاران له زلزله‌ځپلو افغانانو سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان لا له وړاندې په ګډوډ حالت کې و او دې پېښې هلته بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوترش» پر خپل ټویټر د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښوولې او له زلزله‌ځپلو سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده. 

ښاغلي ګوتریش وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیم د خلکو اړتیاوې څېړي او لومړنۍ مرستې ورته برابروي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر «جو بایډن» په ټولو مرستندویه ادارو غږ کړی چې له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په ورته وخت کې چین حکومت هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو په لارو چارو غَور کوي.