د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه (چنګاښ ۲مه) د افغانستان په اړه دویمه غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» به په دې غونډه کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او یوناما مرستیالان هم خپل راپور وړاندې کړي.

د یوناما په خبرپاڼه کې د غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تمه ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې په اړه هم خبرې وشي.

د چهارشنبې په شپه په پکتیکا، خوست او شاوخوا سیمو کې د زلزلې له امله زیات شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې په د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۹۲۰ کسان وژل شوي او ۶۱۰ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ویلي، چې په يادو دوو ولسواليو کې د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره تر ۲۵۰۰ اوښتې ده، خو د نړیوالو مرستندویه موسسو سرچینې وايي چې د پرون ورځې تر پایه شاوخوا ۴۱۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د دغې زلزلې رامنځته کېدو په کورني او نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول. سیاستوالو، بهرنیو هېوادونو او بنسټونو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د قربانیانو پر ملاتړ ټینګار کړی او ډېری بنسټونو د دې طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.