ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې پر دریو روحانیونو بریدکوونکی کس اعدام شوی دی.

ایرنا خبری اژانس د ایران د خراسان ولایت د عدلیې رییس له قوله ویلي چې دا حکم نن دوشنبه، د غبرګولي په ۳۰مه د یو شمېر هېوادوالو او چارواکو په شتون کښې عملي شوی دی.

ویل کېږي چې دا سزا نن سهار د مشهد په وکيل آباد زندان کې د اعدام په طريقه ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې مجرم په غاړه کې د رسۍ په وسيله ځړول شوی او په دې توګه یې ساه ورکړې ده. 

په دغه راپور کې د «عبداللطیف مرادي» په نامه تورن کس یاد شوی، چې د روان کال د روژې په میاشت کې یې د امام رضا (امام هشتم شیعیان) په زیارت کې د چړو په وسیله په دریو ایراني روحانیونو برید کړی و.  

په هغه برید کې یو ملا امام ځای پرځای وژل شوی و، بل یې په روغتون کې ساه ورکړې وه او درېیم یې ټپي شوی و.

هغه مهال د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عبداللطیف مرادي یو بهرنی وګړی بلل شوی و چې له افغان پولې ایران ته ننوتلی و.