عکس، ارشیف

د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «غني‌خېلو» ولسوالۍ کې پر یوه موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا چې دا چاودنه نن دوشنبه د غبرګولي ۳۰مه د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې د یادې ولسوالۍ د روغتیا برخې د مدیر پر موټر شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس «قاري حنیف» رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۲۸ کسان پکې ټپیان شوي دي.

حنیف زیاته کړې چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او په خبره یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌‌والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې د دا ډول بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی دی.