
د کابل ښار د پلچرخي په صنعتي پارکونو کې د بهیر ګروپ مسوولین وايي چې د دوی په چاپخونه کې لګېدلی اور له دوو ورځو وروسته مړ شوی دی.
د دې مطبعې ځینو کارکوونکو خامهپرس ته ویلي چې دا اورلګېدنه د اضافي کاغذونو په یوه ټولځای کې رامنځته شوې چې څه باندې ۳۰ ساعته یې دوام کړی دی.
د دوی په وینا چې اضافي کاغذونو وړمه ورځ (شنبه، د غبرګولي ۲۸مه) د سهار په لسو بجو اور واخیست چې پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۲۹مه) تر مازدیګره یې دوام وکړ.

دوی زیاته کړې چې د دې مطبعې د اور وژونکو وسایلو په ګډون د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د حوادثو سره د مبارزې وزارتونو اور وژونکې ډلې هم ورغلې وې او له دوی سره د اور په وژلو کې هڅې کړې دي.
ویل کېږي، په دې اور لګېدنه کې تر نیمايي زیات اضافي کاغذونه سوځېدلي دي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د بهیر ګروپ د مشرتابه نظر واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
بهیر د هېواد تر ټولو ستره چاپخونه او د کارتنجوړولو فابریکه ګڼل کېږي چې ځینې وخت د زدهکړییز نصاب د کتابونو چاپ هم پر غاړه لري.