د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو برخو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، نن دوشنبه، د غبرګولي په ٣٠مه او سبا د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شوی دی.  

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د هېواد د هواپېژندنې ادارې او د نړیوالو معتبرو ادارو د تحلیل او وړاندوینې پر بنسټ شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې لیکلي چې: “په ياده نېټه د بارانونو، د ورېدو او په ځینو سیندونو، لکه کوکچه، تخار، بغلان، باميان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، کونړ او خوست کې د سېلابونو د راوتو احتمال شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ورځې په اوږدو کې د جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونه‎ د سختو بادونو او دوړو شاهدان وو.

د فاریاب او جوزجان ولایتونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې د دوړو له امله د ترکمنستان د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې دي.