د طالبانو د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د ننګرهار هوايي ډګر ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.

وزارت ویلي چې دغه هوایي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی.

د دغه وزارت ویاند «امام الدین احمدي» تېره شپه رسنیو ته ویلي چې اوس د ننګرهار له هوايي ډګر څخه الوتنې کېدای شي.

د ښاغلي احمدي په وینا چې د دغه هوايي ډګر ترمینل، د څارنې برجونه، مخابرې سیستم بیا ځلي فعال شوي او د نور د الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

امام الدین احمدي زیاته کړې چې له دوو لسیزو وروسته د خوندي الوتنو او د مسافرو د منظم پروسس په موخه د ننګرهار د هوايي ډګر ترمینل او ځغاستلیکه فعال شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت څه موده وړاندې له افغانستانه د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو ته د مستقیمو الوتنو خبر هم ورکړل شوی و.

دوی ویلي وو چې له هند او چین سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغو هېوادونو ته له افغانستانه مستقیمې الوتنې پیل شي.