
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي «انتونیو ګوتېرېش» د افغانستان لپاره خپل نوی استازی «مارکس پوتزل» ګومارلی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازې «دیبورا لاینز» وه چې په تېرو وروستیو ورځو کې یې په کابل کې خپله دنده رسماً پایته ورسېده.
د ملګرو ملتونو دا نوی استازی تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ګومارل په دې مانا دي چې نړیواله ټولنه دا ځل افغانستان یوازې نه پرېږدي.
په ورته وخت کې مخکنۍ استازې «دیبورا لاینز» په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا خبره کړې او ویلي یې دي چې نړۍ به دا ځل افغانستان یوازې نه پرېږدي او د بشري وضعیت د کړکېچ هواري لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
دیبورا لاینز د مخهښې پرمهال د طالبانو سرپرست حکومت ته خبرداری ورکړی چې هغه نظامونه دوام نهشي کولی چې ښځې او لږکي پکې بېونډې او څنډې ته پرېښودل شي.