د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ مرستیاله «کیلي کلېمنټس» وايي چې نړیواله ټولنه به له افغانانو په ځانګړې توګه له کډوالو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

اغلې کلېمنټس افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې نړیوالې ټولنې افغانستان نه دی هېر کړی او د دې هېواد په اوسني حالت کې ښکېل اوسېدونکي باید ډاډه شي چې نړیوال یې تر څنګ ولاړ دي. 

د هغې په وینا چې افغانستان د بېځایه‌شویو کورنیو بېرته‌ستنېدل په نړیواله کچه یوه اړتیا ده او دوی به په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.  

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ مرستیالې دا هم ویلي چې د دوی اداره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري د زده کړو، لومړنیو اړتیاوو، استوګنځي او نغدو پیسو په برخو کې د مرستو له لارې، د هغو کورنیو د ملاتړ هڅه کوي چې غواړي خپل ژوند جوړ کړي. دا کورنۍ له سولې، ثبات، او داسې لارو چارو پرته چې ټولنه او نور هېوادونو یې ملاتړ وکړي بل څه نه غواړي.

خو هغې دا هم ویلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري له بېځایه‌شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.