په غور کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې یوه ښځه له خپلو خویندو سره تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوې ده.

په غور کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وياند رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د جمعې په ورځ د زمري په ٢٧مه د دغه ولايت په «ساغر» ولسوالۍ کې شوې ده.

مسوولینو زیاته کړې چې د «فرشتې» په نامه دې مېرمنې له خپلو خویندو سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.

ویل کېږي دې ښځې د لفظي شخړې په ترڅ کې خپلو خویندو ته ویلي چې ځانوژنه وکړي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د موضوع د لا روښانه کولو لپاره پلټنې روانې دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د ځانوژنې د پېښو راپورونه زیات شوي، چې زیاتره قربانیان یې ښځې بلل شوې دي.