یوه نړیواله اداره وايي، پاکستان په پرله‌پسې توګه هغه فعالیتونه بشپړوي چې پخوا یې د عملي‌کولو له امله په خړ لیست کې شامل شوی و.

دې ادارې پرون (جمعه، د غبرګولي ۲۷مه) ویلي، پاکستان د پيسو د تطهیر او تروریستي ډلو د تمویل په برخه کې د نړیوالو لخوا په «خړ» لیست کې شامل شوی و، خو اوس یې هغه عملونه، چې په نړیواله کچه پرې موافقه شوې وه، په بنیادي توګه بشپړ کړي دي.  

د FATF مشر «مارکوز پلیار» د جرمني د برلین په ښار کې رسنیو ته ویلي چې ډېر ژر به پاکستان ته یو پلاوي واستوي او دا به روښانه شي چې دغه هېواد د راتلونکي لپاره څومره ثابت پاتې کېدای شي. 

د هغه په وینا چې اسلام‌آباد د FATF لخوا ارزول شوی او دا په ډاګه شوې چې پاکستان په پراخه توګه هغه ۳۴ موارد عملي کړي چې د نړیوالو لخوا ورته ښوول شوي ول.  

خو دوی دا هم ویلي چې زموږ د ارزونې پایله په دې مانا نه ده چې پاکستان به همدا نن له خړ لیست څخه وویستل شي، بلکې په دې برخه کې د پاکستان لپاره په یوې حضوري ازموینې کې د بریا ضرورت لیدل کېږي.

د FATF ادارې په ډاګه ویلي چې پاکستان اوسمهال د ترهګرو ډلو جګپوړو مشران محاکمه کوي او د نړیوالو په خوښه یې د تروریزم ضد مبارزه پیل کړې ده. 

ویل کېږي، د FATF لخوا یو پلاوی به په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته لاړ شي او له هغه سفر وروسته به پرېکړه وشي چې یاد هېواد له خړ لیست څخه وویستل شي که نه.