
په ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په «هسکهمېنه» ولسوالۍ کې ځنګلونو اور اخیستی، چې مړهکول یې د خلکو له وسه پورته دي.
د دې اورلګېدنې په اړه ډېر معلومات نشته، خو د سیمې اوسېدونکو ویلي چې حکومت باید د دغه اور په وژلو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
بل لور ته د نورستان اوسېدونکو ویلي چې د دغه ولایت د «نورګرام» ولسوالۍ په ځنګلونو کې بیا د اور لمبې بیا تازه شوې او د مړه کولو هڅې یې کېږي.
د نورستان اوسېدونکو تېره شپه رسنیو ته ویلي چې د سیمې خلک د دغه اور د وژلو پرلهپسې هڅې کوي، خو په وینا یې چې د اور شدت ډېر دی او وژل یې د هغوی له وسه وتلی کار دی.
خلکو ویلي چې شدید باد د اور لمبې له یوه غره څخه بل ته انتقالوي او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره مسلکي ټیمونه سیمې ته واستوي او د خلکو په مرسته د نورو ځنګلونو د سوځېدو مخه ونیسي.
په تېرو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی چې د «نورګرام» په ځنګلونو کې اور لګېږي.