د ترکيې پوليس وايي، يو افغان کډوال، چې غوښتل يې د ترکيې له پولې څخه په ناقانونه توګه يونان ته ننوځي، د یونان د پوله‌ساتو ځواکونو په ډزو کې سخت ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړې ده.

د ترکیې پولیسو له «میریچ» څخه د فرانسې خبري آژانس ته د دغه افغان مړینه تایید کړې، خو د هغه د نوم او هویت په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

بل لور ته یوې ترکي رسنۍ DHA راپور ورکړی چې د اتو کسانو یوه ډله چې هڅه یې کوله د ترکیې له پولې واوړي، د یونان پوله‌ساتو ځواکونو پرې ډزې کړې چې یو تن پکې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې بیا د یونان یوه وزیر د دغو راپورونو د انعکاس په غبرګون کې ویلي چې ترکیه د لانجه‌منو خبرونو د خپرولو تاریخ لري او دا تورونه یې رد کړي دي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د هېواد ډېر شمېر ځوانان د ایران له لارې ترکیې ته لاړل، چې لا هم دا لړۍ ادامه لري.

د اروپايي اتحادیې د پولو د څار ادارې «فرانتیکس» ویلي، په تېرو پنځو میاشتو کې له ۸۶ زره او ۴۰۰ ډېرو کسانو اروپا ته په ناقانونه توګه د ننوتلو هڅه کړې چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۸۲ سلنه ډېره ده.

د دغو مهاجرو پنځوس په سلو کې د لويديځ بالکان له لارې اروپا ته داخل شوي چې د سوریې، ایران او ترکیې په ګډون پکې ډېره برخه افغانان دي.