د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې نړیوال بانک له افغان بزګرانو سره د خپلو کرنیزو محصولاتو د پیاوړتیا په موخه ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دوی ویلي چې دا پیسې د نړیوال بانک د مرستو لومړی قسط دی او دوهم قسط چې ۴۵ میلیونه ډالره کېږي په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې به اعلان شي.

دغه سازمان همداراز ویلي، چې د ناامنیو زیاتوالی او د بشري ناورین پراخ فشار په بېلابېلو کچو د افغانانو ترمنځ د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب لامل شوی او له کروندګرو سره د نړیوال بانک مرستې یې یو «مناسب او پر وخت» ګام بللی دی.

د دغه سازمان عمومي مدیر «کیو دونګیو» ویلي: “موږ د نړیوال بانک او غړو څخه د دوی د سخاوتمندانه او پر وخت مرستې مننه کوو. دا په افغانستان کې د بې‌وزلو بزګرانو لپاره یوه تاریخي شیبه ده.”

دغه سازمان ویلي دي چې په اوکراین کې د جګړې حالت به په افغانستان کې د خوراکي موادو د نه‌خوندیتوب په زیاتېدو کې په پراخه کچه منعکس شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) مدیریتي کمیټې او نړیوال بانک په افغانستان کې وږو ته د عاجلې مرستې او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پروژه منظوره کړې ده.

دوی دا هم ویلي، چې وروستۍ دغه اندازه مرستې به د طالبانو د سرپرست حکومت له کنټرول پرته وویشل شي.