د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

د دغه دفتر مرستیالې «کلی‌تی کلمنتز» افغانستان ته سفر کړی او په هرات کې یې له یوه ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له زده‌کړو بې‌برخې ماشومان زیاتره نجونې دي.

له لیدنې وروسته یې ټینګار وکړ چې زده‌کړه د ماشومانو طبیعي حق او د ټولنې له بیړنیو اړتیاوو څخه دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې په فعاله توګه په اقتصادي پرمختګ کې ونډه لري او اړتیا ده چې د رهبرۍ په کچه وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ښځې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته انزوا شوې او د طالبانو له خوا په عامه، فرهنګي، هنري او سیاسي غونډو کې له ګډون څخه منع شوې دي.

په افغانستان کې له څه باندې لسو میاشتو راپدېخوا تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي لا هم د نجونو پر مخ تړلي دي.