نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۴ مه نېټه د افغانستان د طلايي حنجرې‌لرونکي سندرغاړي «احمد ظاهر» د مړینې له ۴۳ تلین سره برابره ده.

د افغانستان د وتلي سندرغاړي احمدظاهر پر مړینه ۴۳ کلونه اوړي، خو لا یې هم سندرې په ذوق اورېدل کېږي.

نوموړی د ۱۳۲۵ کال د غبرګولي په ۲۴ مه په لغمان ولایت کې زېږېدلی و.

هغه په ​​ښوونځي کې سندرې ویل پیل کړل او د حبیبې په عالي لیسه کې د «ای بلبل خوش الحان» سندرې په ویلو سره د دې لېسې د بلبل په نامه مشهور شو.

احمدظاهر درې ودونه کړي وو، خو له دغو دریو ودونو څخه دوه ماشومان لري چې یو یې «شبنم» او بل یې «احمد رشاد» دی چې دواړه په امریکا کې ژوند کوي.

دغه نامتو افغان سندرغاړی د ۱۳۵۸ کال د غبرګولي په ۲۴ مه د پروان ولایت په سالنګ سیمه کې په یوه ترافيکي پېښه کې مړ شو.

خو د صمد دلدار په ګډون د هغه خپلوان وايي چې احمدظاهر په شمالي ولایتونو کې یوه کنسرت ته پر لاره و چې د ناپېژاندو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو. 

د احمدظاهر سندرې تر اوسه د هغه مینه‌وال په شوق اوري.

يو شمېر مينه‌وال یې وايي چې احمدظاهر د ماشومانو، بوډاګانو او تنکيو ځوانانو د ذوق له مخې سندرې جوړې کړې دي.

د دوی په باور چې له مینانو نیولې آن تر دریشانو او صوفیانو ټول د احمدظاهر مخاطبان ول.