د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو چارواکي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې میلیونونه کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیاله «کیلی کلیمینتس» پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۲۲مه) په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغله.

هغه د خپل سفر د هدف په اړه په تفصیل سره وویل: “زه دلته راغلې یم چې وګورم، څنګه کولای شو د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړو.”

د هغه په ​​وينا، افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان خپلو حقونو ته د لاسرسي حق لري او بايد په ټولنيز ژوند کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

کیلی کلیمینتس دا هم ویلي چې له طالب چارواکو سره به خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي مني چې افغانستان هېر شوی دی.

هغې ویلي: “دا د دې هېواد او د افغانستان د خلکو لپاره ډېر مهم وخت دی. دا داسې وخت دی چې د نړۍ پام نورو مسئلو ته اوښتی، لکه بې ځایه کېدل، په نورو هېوادونو کې جګړې او نور کړکېچونو، خو د افغانانو اړتیاوې هم ډېرې مهمې شوې او همدا یو لامل دی چې په دې برخه کې زه دې هېواد ته راغلې یم.”

د کیلی کلیمینتس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېر کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې تر ۷۰۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

د راپور له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله له ۵.۵ میلیونو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ایران او پاکستان کې څه باندې ۲.۲ میلیونه قانوني اسنادلرونکي افغانان اوسېږي.

همداراز په دغو دوو هېوادونو کې د ناقانونه پناه‌غوښتونکو شمېر تر دریو میلیونو ډېر اټکل شوی دی.