عکس: ارشیف

د افغان – ترک ښوونځي د جوزجان څانګې زده‌کوونکو د ساینس په المپیاد کې لومړی مقام ګټلی او ۱۷ مډالونه یې خپل کړي دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د ساینس المپیاد په انلاین بڼه د تایلند په کوربه‌توب ترسره شوی چې پکې د ۴۳ هېوادونو ترمنځ د افغان – ترک ښوونځي د جوزجان څانګې زده‌کوونکو لومړی مقام ګټلی دی. 

په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال‌ګټونکي «سید احمد مبین» ویلي چې له یوه ډله ټولګیوالو سره یو ځای یې د تایلند په کوربه‌توب په دې سیالیو کې برخه واخیسته او د لسګونه هېوادونو ترمنځ یې لومړی مقام ګټلی دی. 

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م د تایلند د ساینس المپیاد سیالو کې هم د افغان – ترک د جوزجان څانګې زده‌کوونکو ۱۱ مډالونه ګټلي وو.

په افغانستان کې افغان – ترک ښوونځي د هېواد له نورو ښوونځیو تکړه زده‌کوونکي له څو ازموینو وروسته جذبوي.