د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د رغونې کار به ژر پیل شي.

د دغه وزارت ویاند «مفتي عصمت الله برهان» تېره شپه رسنیو ته ویلي، چې د دې پروژې د رغونې کار به د دوو اړخونو تر بشپړېدو وروسته پیل شي، چې لومړی د نل‌لیکې د رغونې په لاره کې د پرتو ځمکو استملاک او بل اړخ له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ماشینرۍ د واردولو د مالیې معاف کول دي.

د برهان په وینا، چې د ټاپي پروژې کار به د اراضیو تر استملاک او افغانستان ته د ترکمنستان د وسایلو د لېږدولو پر مهال د مالي معافیت ترلاسه کولو وروسته سمدستي پیل شي. 

ټاپي د افغانستان پر لاره پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د صادرولو نل‌لیکه ده چې د رغونې چارې یې د ناامنیو له امله درېدلې وې.