
سعودي عربستان د افغانستان د بشري مرستو د بنسټ د پياوړتیا په موخه د ۳۰ میلیون ډالره مرستې ژمنه کړې ده.
عربستان ویلي، پر دې پیسو سربېره به دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
سعودي عربستان دا مرستې د افغانستان د بشري مرستو د بنسټ د پیاوړتیا په موخه کوي.
د بشري مرستو بنسټ د اسلامي ټولنې د همکاریو له سازمان سره په ګډه فعالیت کوي.
د ریاض د چارواکو په وینا چې دا پیسې به د بشري مرستو د برابرولو، روغتیا، پوهنې او غذايي توکو په برخه کې مصرف شي.
عربستان له افشغانستان سره د دېرش میلیون ډالرو د مرستې اعلان داسې مهال کوي، چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي له سختې بېوزلۍ سره لاس و ګریوان دي.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په ځلونو ویلي، چې د افغانستان نیمايي نفوس د خوراکي توکو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.