ایران او هند یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او په وینا یې چې افغانان په خپل هېواد کې یوه پراخ‌بنسټه حکومت ته اړتیا لري.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره د کتنې پرمهال ویلي، چې له اوسني سخت اقتصادي وضعیته د افغانانو د وتلو لپاره اساسي لار په دغه هېواد کې د یوه داسې حکومتي تشکیل جوړېدل دي، د ټولو قومونو او ډلو استازي پکې ګډون وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» په هند کې له خپل سیال «وجي شنګر» سره په کتنه کې پر افغانستان سربېره د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه هم غږېدلی.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د باندنیو چارو وزیرانو افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو هم خبرې کړي دي.  

 په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې کتنه کې د «چاه‌بهار» بندر د رغونې په چارو کې د همکارۍ ژمنې هم شوې، چې د افغانستان لپاره یوه مهمه سوداګریزه لار بلل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته لاړ او د طالبانو د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.