عکس، ارشیف

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د سویډن کمېټه په کندز ولایت کې د ۲۷ کیلو متره په اوږدوالي یو کانال جوړوي.

له دغه وزارت څخه په خپره‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کانال د سویډن کمېټې لخوا د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت جوړېږي.  

ویل کېږي، دا کانال ۲۷ کیلو متره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې لسګونه کلي له اوبو برخمن شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د دې کانال د سربند ۱۳۰ متره ساحه د (RCC) په ډول او نورې تخریب شوې برخې يې په اساسي ډول رغول کېږي.

د دوی په وینا، چې د دغه کانال مالي لګښت د (UNDP) موسسه ورکوي او د جوړېدلو موضوع یې د سویډن کمېټې د رییس لخوا مطرح شوې ده.

د سویډن کمېتې رییس د آمو د سیندیزې حوزې له مسوولینو سره کتلي او د دغه کانال پر جوړېدو خبرې شوي دي.