د آلمان پوځ د سیمه‌ییزو کارکوونکو د ملاتړ شبکې ویلي، چې افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لا هم په دغه هېواد کې د جرمني لس زره افغان محلي همکاران پاتې دي.   

د دې شبکې یوه مشر «لوتار هانکل» ویلي، د لس‌زره په شاوخوا کې هغه کسان لا هم له افغانستانه د وتلو په تمه دي، چې له آلماني پوځ سره یې په نامستقیم ډول کار کاوه.

هغه د «کولنر شتات انڅایګر» ورځپاڼې ته ویلي، چې د مالي سرچینو د خلاصېدو له امله یې په افغانستان کې له دغو همکارانو سره اړیکې پرې شوې او په وینا یې چې اوسمهال یې د مرستو کچه په شدت سره کمه شوې ده.

دغه بنسټ تر دې دمه ۳۲۴ داسې کسان له افغانستانه ایستلي، چې له خطر سره مخ وو او د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت سره یې کار کړی و.