ټي‌ټي‌پي وايي، چې په کابل کې یې له اسلام‌آباد سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند «محمد خراساني» د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې پرمختګ شوی او د ټي‌ټي‌پي مشرتابه له اسلام‌آباد سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی دی.

دوی په یوه خپره‌کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغو خبرو کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون درلود، چې د قبایلي مشرانو تر راتګ وروسته په دغو خبرو کې د پام‌وړ پرمختګ شوی دی.

بلخوا کابل کې د طالبانو حکومت بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې یې تایید کړې وه، چې کابل اوسمهال د اسلام‌آباد او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي.

کابل له تېرو دریو اونیو راپدېخوا د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه دی، چې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب دوام لري.

اسلام‌آباد څو ځله ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي، خو د افغان طالبانو سرپرست حکومت بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.