
د امریکا په «ویسکانس» ایالت کې یوه وسلهوال پر خلکو ډزې کړې، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د دغه ایالت پولیسو ویلي، چې دا برید پرون، پنجشنبه د «میلواکي» ښار په یوه هدیره کې شوی.
د پولیسو په وینا، ټپیان د «اسینشن آل ساینټ» روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي، خو دوی دا نه دي ویلي، چې په دغه برید کې څومره کسان مړه او څومره ټپیان شوي دي.
بلخوا یو شمېر سرچینو ویلي، چې د برید په پایله کې د پېښې له ځایه ځینې جسدونه هم انتقال شوي دي.
دا په تېره اونۍ کې پرلهپسې څو یم برید دی، چې ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله اوړي.
تر دې وړاندې په همدې ورځ په «اوکلاهاما» کې یوه ناروغ پر ډاکترانو ډزې وکړې او د یوه جراح ډاکتر په ګډون یې د هغه دوه همکاران ووژل.
په تېرو دوو اونیو کې د امریکا نیویارک او تکساز ایالت هم د پرلهپسې وسلهوالو بریدونو شاهد و، چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.