د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ځايي سرچينې تاييدوي، چې په دغه ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې دغه پېښه نن پنجشنبه له غرمې مخکې شاوخوا ١١:٤٠ بجې د مزارشريف ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بلخ په مزارشريف ښار کې د ابو علي سينا ​​روغتون مسوولينو د پېښې له ځاى څخه د دوو تنو ټپيانو د ور وړلو پخلى کړی او ویلي یې دي، چې يوه ښځه په سر او يو سړى په پښو او غاښونو ټپي شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.‎

د عيني شاهدانو په وینا، کرولا د سړک د تنګوالي او د ډېر سرعت له امله له يوه مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ، چې له امله يې يو نارينه او يوه ښځه ټپيان شول.

د ترافيکي پېښو عمده لاملونه تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي او په دې وروستيو کې د ترافيکي پېښو راپورونه زيات شوي دي.