په سمنګان کې ځايي سرچینې وايي، یو ۱۹ کلن ځوان له څلورو ورځو ورکېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچينې دغه ځوان «مولو الدين» نومولی او ویلي یې دي، چې جسد يې نن پنجشنبه موندل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ١٩ کلن ځوان څلور ورځې وړاندې د سمنګان له مرکز «ايبک» څخه له خپل موټر سره یو ځای تښتول شوی و، چې نن يې جسد موندل شوى دى.

د ځوان جسد په ایبک کې داسې مهال موندل شوی، چې موټر یې  ورسره نه و.

د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو مياشتو کې د انسان‌‌تښتونې پېښو او مرموزو وژنو خلک اندېښمن کړي دي.

پر دې سربېره په وروستیو میاشتو کې د ځانوژنې، کورني تاوتریخوالي، بېوزلۍ او بېکاري کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.