د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «توماس ویسټ» او د افغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ وروستیو لیدنو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو پر ضد د خلکو هڅول د امریکا په ګټه هم نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې توماس ویسټ په دې وروستیو کې هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او پاکستان ته سفرونه کړي او هلته یې د طالبانو د مخالفو سیاسي ګوندونو له استازو سره لیدلي دي.

د دغو ناستو په تړاو «ذبیح الله مجاهد» له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکايي استازي د سفرونو دغه لړۍ دوه حالتونه لري.

نوموړي زیاته کړې، دا سفرونه به هغه وخت ګټور وي چې امریکا په سیمه کې د سولې او امنیت په لټه کې وي، خو که دا سفر د طالبانو پر ضد د خلکو د هڅولو لپاره وي، د امریکا په ګټه هم نه دي.

نهه میاشتې تیرې شوې، طالبانو لا هم نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په وینا لا هم طالبان د منل‌شویو اصولو له مخې د نړۍ د واکمن سیاسي نظام په توګه په رسميت نه دي پېژندل شوي، خو د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو استازي او سفیران که په هېواد کې دننه وي او که بهر، خپلې چارې پر مخ وړي.