د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یې د څو ډیپلوماتانو یو پلاوی کابل ته استولی دی.

هندي رسنیو د هندي چارواکو له قوله ویلي، دغه ډله د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲مه) کابل ته رسېدلې ده.

د مذاکراتي ټیم مشري د پاکستان، ایران او افغانستان د بهرنیو چارو د وزارتونو د ګډ سکرتر «جی‌پی سینگ» په غاړه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د مرکچي پلاوي د لېږلو موخه بشري اړتیا بللې او زیاته کړې یې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به دغه پلاوی د هغو نړیوالو سازمانونو له استازو سره وګوري چې د بشري مرستو د وېش په برخه کې کار کوي.

وزارت ویلي، سربیره پر دې، تمه کیږي چې ټیم به له هغو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي چیرې چې هندي پروګرامونه او پروژې پلي کیږي.”

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان داسې مهال کړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي له یوې هندي رسنۍ نیوز ۱۸ سره په مرکه کې ویلي، چې دوی د کابل ترمنځ او ډهلي ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په برخه کې کار کوي.

خو طالبانو تر اوسه د دې اعلامیې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.