د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي «ټام ویست» ترکیې ته تر سفر وروسته دا ځل تاجکستان ته تللی او هلته یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر «سراج الدین مهرالدین» په افغانستان کې له نړیوالې ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان – تاجکستان د پولې د امنیت د ټینګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو په رسولو کې د همکاریو د پراخولو غوښتنه وکړه.

د ټام ویسټ او سراج الدین مهرالدین کتنه، ترکیې ته د ښاغلي ویسټ له سفر او هلته د افغان مدني ټولنې له فعالانو او د طالبانو د حکومت له یو شمېر سیاسي مخالفینو سره تر کتنې وروسته شوې ده.

په تاجکستان کې هم د طالبانو د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفین شته.

خو دا نه ده څرګنده، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی «توماست وست» به په تاجکستان کې له بل چا سره وګوري که نه.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر «احمد مسعود» د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې دی، خو تاجک چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.