د الماتا د غونډې په یوه څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «دیبورا لاینز» د قزاقستان له ولسمشر «قاسم جرمت توکایف» سره کتلي.

د قزاقستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۱ مه) خبر ورکړی، چې دواړو خواوو د افغانستان د کړکیچ د حل، د بشري مرستو د برابرولو او د ټولنیز-اقتصادي وضعیت د بیارغولو لپاره د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې د قزاقستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

توکایف ویلي، قزاقستان له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او له افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو کې له نړیوالې ټولنې سره بشپړو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه دا هم ویلي چې د افغان محصلانو لپاره به د هغه هېواد تعلیمي پروګرامونو ته دوام ورکړي.

دیبرا لاینز له توکایف سره د کتنې پر مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړیو استازیو د دویمې ناستې د پایلو په اړه هم غږېدلې ده.

آغلې لینز له قزاقستان څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له ملاتړ څخه مننه وکړه.