د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» وايي، چې له روسیې سره په جګړه کې هره ورځ ۱۰۰ اوکرایني پوځیان وژل کېږي او د ټپیانو شمېر تر ۵۰۰ پوځیانو پورې رسېږي.

زلنسکي پرون چهارشنبه یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې اوکراین په ختیځ کې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او په وینا یې چې د دې جګړې له امله هره ورځ تر شپږ سوه پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

ولادیمیر زلنسکي د اوکراین په ختیځ کې وضعیت ستونزمن بللی، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی به لا هم خپلې دفاعي کرښې وساتي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونه غواړي، چې د «لوهانسک» سیمه په بشپړه توګه ونیسي.

همداراز ویل کېږي، چې روسي ځواکونو پر «سیورودونتسک» ښار کلابندي سخته کړې او پر دغه ښار یې هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، پر اوکراین د برید له پیله تر دې دمه شاوخوا ۳۰ زره اوکرایني پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.